دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 187338
په پکتیا کې د افغانستان د صنایعو خونې ولایتي څانګه پرانستل شوه
په پکتیا ولایت کې د افغانستان د صنایعو خونې اجرائیوي مشر د دې ولایت د صنایعو خونې ولایتي څانګې پرانیسته.

د افغانستان د صنایعې خونې اجرائیوي مشر رحیم الله سمندر ډاډ څرګند کړ، چې لدې سره به د پکتیا د صنعتکارانو او کانونو په برخه کې تر ډېره د خلکو شته تولیدي ستونزې اوارې شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې دغه ولایتي څنګه به لس- پېنځلس ډوله خدمتونه وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پکتیا کې صنعتکارانو ویلي، چې له تېرو دولس کلونو راپدیخوا د صنعتي پارک د جوړیدو ژمنه کېږي؛ خو اوس هم ندی جوړ شوی.
ولسمشرغني شاوخوا یو کال وړاندې پکتیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د نورو لویو پروژو د پلي کولو ترڅنګ دا ژمنه هم د پکتیا له خلکو سره وکړه، چې په سویل ختیځ زون کې به پکتیا په اقتصادي زون بدلوي او په ګردیز ښار کې يې د هغه مهال د صنعتي پارک پرانیسته هم وکړه، چې د صنعتکاراونو په خبره اوس هم ندی جوړ شوی.
په پکتیا کې د صنعت کارانو ټولنې مشر فضل الدین جلالزی وايي، ناامني، د برښنا نشتوالی او د صنعتي پارک نشتون يې کارونه له خنډ سره مخ کړي دي.
په  پکتیا کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس نصیر عالم یار وایي، چې د برښنا نشتون، د توليديدونکیو توکو راواردیدل او ناسم امنیتي وضیعت د صنعت په برخه کې لويې ستونزې دي.
د سوداګرۍ د ولایتي خونې د معلوماتو پر بنسټ په پکتیا کې تر یو سل و شل تولیدي بېلابېلې فابریکې هڅې تر سره کوي، چې یو شمېر یې د برښنا د نشتوالي، ناامنۍ او د صنعتي پارک د نه جوړیدو له کبله د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmedycw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته