دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۳
د مطلب کود : 187339
د ناټو عمومی منشي: موږ ژورنالېیستانو ته هر ډول ګواښ غندو
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ​ د رسنیو پر ضد هر ډول تهدید غندلی دی.

ینس سټولټنبرګ نن د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې د خبري کنفرانس پر مهال په دې اړه داسې وویل: "موږ ژورنالېستانو ته هر ګواښ محکوموو، ځکه دا یو اساسي ډیموکراټیک حق دی چې ژورنالېستان د بیان ازادي ولري. رپوټ ورکړي او په کومه طریقه چې هغوی غواړي کار وکړي. دا د ناټو لپاره یو اصلي ډيموکراټیک ارزښت دی. موږ لیدلي چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې خبریالان وژل شوي او دا ډېره مهمه ده چې د هغوی د حقونو لپاره ودرېږو."
همدا راز په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې يا یوناما پر ټويټر لیکلي چې د طالبانو له دې تهديده سخته اندېښنه لري.
تر دې مخکې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له طالبانو وغوښتل چې د افغان خبریالانو پر وړاندې تهدید ونه‌کړي.
د طالبانو په اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، راغلي که رسنۍ د یوې اوونۍ په اوږدو کې د طالبانو پر ضد نشرات بند نه‌کړي، پوځي هدف به وګڼل شي.
https://avapress.com/vdcgwu9qyak97w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته