دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 187367
جمهوررئیس غني پاکستان ته د خپل سفر په اړه د نظر خاوندانو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر له یو شمېر سیاسي او سیمه ییزو کارپوهانو، د پوهنتون استادانو او خبریالانو سره، پاکستان ته د خپل سفر د موخو په اړه خبرې وکړې.

د هیواد جمهوررئیس د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ترانزیټ، امنیت او سولې په اړه  له پاکستاني چارواکو سره هراړخیز بحثونه، پاکستان ته د خپل سفر موخه وبلله او وې ویل، مخکې هم پاکستاني مقاماتو بلنې ورکړې وې، خو دا سفر د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو د غوښتنې پر بنسټ کېږي.

په دې کتنه کې ګډونوالو له جمهوررئیس څخه د مننې ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه خپل لیدلوري، نظریات او وړاندېزونه هم ورسره شریک کړل.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-qnzq23n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته