دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 187370
ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته د یوې ډلې مشري ورکړل شوه
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته د ترهګرۍ د قرباني ملګرو د نوې رامنځته شوې ډلې ګډه مشري ورکړل شوې.

په دغه سازمان کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز پرون د یادې ډلې په پرانیستونکې غونډه کې ویلي چې افغانانو د ترورېزم په وړاندې ډېره زیاته قرباني ورکړې ده او په دې درد تر نورو ډېر ښه پوهېږي.
اغلې راز ټینګار کړی چې د ترورېزم اصلي سرچینې باید وچې شي څو یقین ترلاسه شي چې د ترورېزم د قربانیانو درد او غم درک کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیرې عادله راز ویلي چې د ترهګرۍ دوام د بشري حقونو او اساسي ازادیو د خوندیتوب چارې او د پرمختګ مخه ډب کړې ده.
د ترهګرۍ د قرباني ملګرو نوې ډله د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش په سپارښتنه جوړه شوې چې د افغانستان او اسپانیې له‌خوا یې مشري کېږي.
د افغانستان په ۱۸ کلنه جګړه کې چې اوس‌یې ختمولو ته جدي هڅې روانې دي د ملګرو ملتونو او ګڼو نړیوالو مراکزو د راپورونو په اساس څه باندې ۳۱ زره افغان ملکیان وژل شوي.
افغان ولسمشر اشرف غني هم په خپله تأیید کړې چې یوازې له ۲۰۱۴ کاله راهیسې ۴۵ زره افغان پوځيان وژل شوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzzb8grhbwfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته