دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 187371
پامپیو په کابل کې: هیله لرم طالبانو سره خبرې د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې سولې ته ورسېږي
د امریکا متحده ایالات د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې یعنې په راتلونکو څه باندې دوو میاشتو کې، افغانستان کې د سولې یوې هوکړې ته د رسېدو هیله لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو چې د سې شنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته تللی و، وویل، په دې اړه چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو په ضد نه‌کارول کېږي، له طالبانو سره د یوې مسودې نهايي کېدو ته نږدې شوي دي.

ښاغلي پامپیو په همدې ورځ کابل کې د امریکا سفارت کې خبریالانو ته د طالبانو سره په خبرو کې د شوي پرمختګونو ځیني وروستي جزئیات بیان کړل: "د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخه کې مو رښتیني پرمختګونه کړي او د داسې مسودې نهايي کولو ته ډېر نږدې شوي یوو چې په پایله کې به‌یې طالبان له خپلو نورو هېوادوالو سره یوځای کېږي او ژمنه به کوي چې د افغانستان خاوره به بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای نه‌بدلېږي. په دې برخه کې د پرمختګ ترڅنګ مو له طالبانو سره د ځواکونو د حضور په اړه خبرې کړي چې تر نن ورځې مشروطې پاتې دي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، له ترهګرۍ سره مبارزه، د نړیوالو ځواکونو حضور، بین‌الافغاني خبرې او اوربند هغه څلور موارد دي چې له طالبانو سره خبرو کې مطرح دي او یوازې په یو مورد توافق ممکن نه‌دی.
مایک پامپیو دا هم وویل چې تر اوسه هېڅ شی، نهايي شوی نه‎دی.
نوموړي له ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره تر لیدنې وروسته همدارنګه وویل، د امریکا متحده ایالات هڅه کوي، څو د افغانستان ټول لوري د خبرو اترو مېز ته راکاږي.

ښاغلي پامپیو زیاته کړه: "موږ د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب له طالبانو سره خبرې نه‌دي کړي او وبه‌یې نه‌کړو، بلکې موږ کار کوو څو افغانان خپلو کې د خبرو مېز ته کېني، او وکولای شي د خپل هېواد لپاره په شریکه یو لرلید پیدا کړي. کله چې د خبرو داسې مېز جوړ شي، لوی به وي، ډېره مهمه ده چې نه‎یوازې طالبان، بلکې د مخالفو ګوندونو استازي، د ښځو او ځوانانو په شمول د مدني ټولنې استازي به د خبرو په دې مېز کې ځای ولري."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د سولې په خبرو کې پر هر پرمختګ افغان حکومت او د افغانستان مشرتابه خبر ساتي.
مایک پامپیو د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل، د هغې وخت رارسېدلی چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر سره عملي همکاري وکړي.
پامپیو وايي: "پاکستان په دې پروسه او سیمه کې د سولې په ترویج کې ډېر ځانګړی رول لري. پرمختګونه شوي او موږ د سولې په خبرو او د هر ډول توافق په عملي کېدو کې د پاکستان د عملي همکارۍ غوښتونکي یوو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د افغانستان په سوله کې د پاکستان د عملي همکارۍ غوښتنه کوي چې ټاکل شوې، سبا (پنجشنبه) افغان ولسمشر محمد اشرف غني، له شااوخوا څلور نیمو کلونو وروسته د دوهم ځل لپاره پاکستان ته ولاړ شي او د هغه هېواد له مشرتابه سره خبرې وکړي. تمه کېږي چې د سولې خبرې به د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د بحثونو په سر کې وي.
ښاغلي غني د دې سفر په درشل کې ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یو نوي فصل د پرانیستې په هدف اسلام‎اباد ته ځي، او ډېر هیله‎مند دی چې "د زړې بې‎باورۍ" ځای به همکارۍ ونیسي.
پرون (سې شنبه) کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په سفر او سبا (پنجشنبې) اسلام‎اباد ته د ولسمشر غني په سفر پسې ټاکل شوې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‎زاد د راتلونکې شنبې په ورځ (جون ۲۹) له طالب استازو سره د خبرو تازه پړاو پیل کړي
 
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdccmmqss2bq418.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته