دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 187374
د غزنی خوګیانی ولسوالی پولیسو قومانده ووژل شو
غزنی سیمه ایز چارواکې وایی چی قادرشاه د خوګیانی ولسوالی پولیسو قومانده نن چهارشنبه د جاده ای ماین چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نصیر احمد فقیری؛ د غزنی ولایتی شورا رئیس افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل چی نن سهار (سرطان ۵) د خوګیانی ولسوالی پولیسو قومانده ددی ولسوالی پولیسو قوماندانی مقر ته نږدی د خپل دوو تنو ساتونکو سره د جاده ای ماین چاودنی له امله په شهادت ورسید.
همدارنګه عارف نوری د غزنی والی ویاند تائید کړي چی قادرشاه د خوګیانی ولسوالی قومانده نن سهار ۶:۳۰ بجو په شاوخوا د ماین چاودنې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوری په وینا، د پولیسو دا قومانده خپل شخصی موتر کې ښار لوری ته په حرکت وو چی د البیرونی ښارګوټۍ په سیمه کې د جاده ای ماین سره مخامخ شوي او د خپل یو تن ساتونکې سره په شهادت رسیدلی دی.
یادولو وړ دی چی د خوګیانی ولسوالی د غزنی ښار مرکز ته نږدی واقع شوي او د طالبانو تجمع مهمو مراکزو څخه په حساب راځی.
 
https://avapress.com/vdcfeedyjw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته