دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 187376
د هرات ګلران ولسوالی کې څو امنیتی پوستو باندی طالبانو مرګونۍ برید
امنیتی مسؤولین په هرات ولایت کې وایی چی وسله وال طالبان نن چهارشنبه سهار ۱:۰۰ بجو په شاوخوا د ګلران ولسوالی امنیتی پوستو باندی برید کړي او نښته د سهار تر ۶:۰۰ بجو پوری ادامه درلود.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالاحد ولیزاده د هرات پولیسو قومانده ویاند وایی چی طالبان د ګلران ولسوالی څو امنیتی پوستو باندی تهاجمی برید کړي خو د امنیتی ځواکونو مقاومت سره مخ شوی دی.
هغه زیاته کړه چی نښتې د ۱ بجی څخه شروع او سهار ۶:۰۰ بجو پوری ادامه درلود او امنیتی ځواکونو مسلح مخالفینو ته تلفات اوښتي خو دقیق آمار نه مشخص شوی.
د ښاغلی ولیزاده په ویاند، په حاضر حال کې د ګلران ولسوالی دننه امنیت حاکم او دا ولسوالی د امنیتی پولیس ځواکونو او کوماندو ځواکونو تر تسلط لاندی دی.
هغه وویل چی تیری شپی په نښتو کې، ۱۰ تنه طالب وسله وال وژل شوی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
ولیزاده زیاته کړه چی امنیتی ځواکونو څخه هم یو تن شهید او ۲ تنه نور د ګلران پولیسو قوماندی په ګډون ټپیان شوی دی.
 
https://avapress.com/vdchqqnz-23n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته