دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 187378
کنړ سیند دواړو غاړو ته د څه باندی یو میلیارد افغانیو په لګښت استنادي دیوال جوړولو کار پیل شوي
د کلیو او پراختیا وزارت وایي، د کنړ ولایت مرکز اسعداباد له نواباد سیمې څخه تر نورګل ولسوالۍ پورې د کنړ سیند دواړو غاړو ته د پنځوس کیلومتره استنادي دیوال د جوړلو چارې یې پیل کړې دي.

د کلیو پراختیا او بیا رغوني وزارت وزیر مجیب الرحمن کریمي د دې سیند پر غاړو د استنادي دېوال چارو د پرانیستلو پر مهال ویلي چې د دې سیند پر دواړو غاړو  استنادي دېوال پر جوړولو تر یو میلیارد ډېرې افغانۍ لګښت راځي چې په دوو پړاوونو کې به یې د رغونې چارې بشپړې شي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه:”دا استنادي دیوال ۴۰ کيلومتره اوږدوالی لري، چې څه باندې یو میلیارد افغانۍ پرې لګښت کېږي او ۳۶۰۰ هکتاره ځمکه ، چې ۲۷ ميلیارده افغانۍ ارزښت لري او د سیند اوبو شاړه کړې بیرته به په کرنیزه ځمکه بدله شي.”
د مسولینو په وینا ددې پروژې په کاري بهیر کې به ۸۵ زره کاري ورځې رامنځته شي، چې د سيمې ۶۰ زره خلک به ترې ګټه واخلي او چارې به یې په دوو کالونو کې بشپړې شي.
 
https://avapress.com/vdcjaaevouqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته