خوښ ديک ۰

مجلس ریاست ټاکنو دریم پروسه هم دوهم پړاو ته لاړ

ددی وروسته چی د نمایندګانو مجلس ریاست لومړۍ او دوهم ټاکنو یو نامزد هم ونه توانیدل چی (۱+۵۰) رایی پوره کړي، د دریم ځل لپاره نوي څېری د مجلس ریاست کرسی د نیولو لپاره ډګر ته ووتل.
مجلس ریاست ټاکنو دریم پروسه هم دوهم پړاو ته لاړ

 
د آوا په ګزارش سره، نن (چهارشنبه ۵ سرطان) ناسته کې خان آغا رضایی او خان محمد وردک د کابل نمایندګان، صدیق احمد عثمانی د پروان نماینده او عبدالستار حسینی د فراه خلګو نماینده د مجلس ریاست کرسی ترلاسه کولو لپاره ځان نامزد کړ.
مجلس موقت منشی د رای ورکوونې پروسه په ختم کې وویل چی تراوسه ۲۳۷ مجلس غړۍ رای ورکوونې پاڼي ترلاسه کړي. هر نامزد چی ۱۱۹ رای ترلاسه کړي د مجلس ریاست کرسی به ترلاسه کړی.
د مجلس موقت منشی وویل چی که هیڅ یو تن نامزد ونه توانیدل چی یاد شمیر رای لاسته راوړی، ټاکنې دوو نامزدانو په منځ کې چی ډیر رایی ترلاسه کړي وی، د نتیجه اعلان وروسته ترسره کیږی.
هغه همدارنګه وویل چی که باقی پاته نمایندګان د دوهم صندوق خلاصیدو نه مخکې حاضر شی، د رای حق لری؛ بیله هغه غیری حاضر حسابیږی.
په ننۍ ناسته کې، خان محمد وردک ۸۰ رای، خان آغا رضایی ۷۷ رای، صدیق احمد عثمانی ۴۰ رای او عبدالستار حسینی ۱۴ رای د نمایندګانو څخه ترلاسه کړي وو.
 
چهارشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود: 187380 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *