د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ د خوست ولایت مقام مطبوعاتی دفتر نن چهارشنبه د یو بیانیه په خپرولو سره د خوست پولیس قومانده څخه په نقل سره اعلان کړه چی د دوو اونیو څخه کمه مده کې د ۴۲ تنو څخه ډیر کسان د سرقت، قتل او مخده توکو قاچاق په تور د مرکز او ولسوالیو څخه پیژندل شوی او نیول شوی دی.
د اعلانیه په اساس ددی کسانو حخه ۳۱۷۸ کیلوګرام مخدره توکی او یو څه مقدار اسلحی لکه ۱۰ میل کلاشینکوف، ۱۰ جوره نظامی کالی، ۱۶ میل تفنګچه، ۶ فیر مرمی راکت انداز او ۱۲۴۰ فیر کلاشینکوف مرمی لاسته راغلی دی.
همدارنګه ددی اعلانیه به اساس دا کسان خپل جرم باندی اعتراف کړي او هغوی دوسیه عدلی او قضایی ارګانونو ته استول شوی دی.