دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۵۶
د مطلب کود : 187405
د کندهار اطلاعاتو او کلتور لپاره نوی رئیس وټاکل شو
په همدی مناسبت چهارشنبه په ورځ همدی ریاست کې غونډه جوړه شوه، چی پکښی مرستیال والی عبدالحنان منیب، د اطلاعاتو او کلتور ریاست فرهنګی معین پوهاند رسول باوری، ددې وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد، ځوانانو، مدنی فعالانو او ګڼ شمېر نورو کسانو ګډون کړی وو.

غونډی ته لومړی داطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد خبری وکړې او دخپل وزارت هغه ګڼه مکتوب یې ولوست چی دکندهار داطلاعاتو اوکلتور دنوی رییس حکمت الله افغان دټاکلو په اړه صادر سوی دی.
ښاغلی رشاد وویل، هیله من دی چی نوی رییس به په پوره اخلاص او صداقت دې مهمی ادارې ته کار وکړی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین پوهاند رسول باوری بیا غونډی ته په وینا کی وویل، چی دکندهار داطلاعاتو کلتور ریاست او نوی مشرتابه باید په خپل ټول توان هڅه وکړی، چی باید له تاریخی اړخه دکندهار برم او عزمت وساتی.
پر همدې مهال بیا مرستیال والی عبدالحنان منیب داطلاعاتو او کلتور وزارت له راغلی پلاوی مننه وکړه، چی هر وخت یې دکندهار سره فرهنګی او تاریخی برخه کی همکاری کړې ده.

ښاغلی منیب دغه راز نوی ټاکل سوی ریس ته په کارونو کی دبریا هیله وکړه.
داطلاعاتو او کلتور نوی ټاکل سوی رییس حکمت الله افغان ژمنه وکړه، چی دخپل ریاست چاری به په پوره ایماندارۍ مخته یوسی.
هغه په دې برخه کی دخپل وزارت او کندهار ولایت مقام دهمکارۍ غوښتونکی سوو.
باید وویل سی چی دکندهار داطلاعاتو او کلتور ریاست له تیرو دوو کالو راهسی د سرپرست رییس له لوری اداره کیدی.
 
https://avapress.com/vdcaw0n6m49nay1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته