دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 187408
دملي یوالي حکومت مشران پاکستان او سویس ته روان شوي دي
ولسمشر غني پاکستان ته د عمران خان په بلنې او اجراییه مشر عبدالله عبدالله بیا ګرام مونتا ناستې کې د ګډون له پاره سویس ته روان شوي دي

دملي یوالي حکومت مشران پاکستان او سویس ته روان شوي دي ترڅو د افغانستان سولې او اقتصاد په برخه کې له نړیوالو چارواکو سره خبرې وکړي.
ولسمشر غني نن سهار د یو لوړ رتبه چارواکي په ملتیا سره پاکستان ته روان شو ترڅو ددې هېواد له لوړرتبو چارواکو سره په څلور مهمو موضوعاتو ،دوه اړخیزو اړیکو،سوله او امنیت ،سیمه ایز وصل،په اړه خبرې وکړي.
په ورته وخت کې بیا اجراییه مشر عبدالله عبدالله هم کران مونتا په ناسته کې د ګډون له پاره سویس ته روان شو.ترڅو په دې ناسته کې د افغانستان په سوداګرۍ له نړیوالو چارواکو سره خبرې وکړي.

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري د هغو ټکو په اړه چې په‌دې سفر کې به له پاکستاني چارواکو سره خبرې پرې وشي، وایي:"په‌دې سفر کې به پر څلورو موضوعاتو تمرکز کېږي:
  • لومړی منطقوي اتصال دی.
    دوهم تجارت، ټرانزیټ او پانګونه په افغانستان کې.
    درېیم د امنیت په برخه کې به بحث وشي.
    او څلورم د سولې په اړه، ځکه چې د افغانستان حکومت، خلک، نړیوال دې ته چمتو دي چې ۴۰ کلن بحران ته د پای ټکی کېږدي او باید ولیدل شي چې د سیمې نور هېوادونه خصوصاً پاکستان په‌دې برخه کې څومره چمتوالی لري او څرنګه همکاري کولی شي."
https://avapress.com/vdcdz50fjyt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته