دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 187415
طالبان بیسواده دي؛ پاکستان مجبور دی یو جوړجاړې وکړي - صالح
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس وایي پاکستان تر سختو اقتصادي فشارونو لاندې دی او ښه فرصت ورته ورکړل شوی چې د مرکزي اسیا سره د تجارت لپاره د افغانستان سره همکاري وکړي.

امرالله صالح، د جمهوري ریاست راتلونکو ټاکنو کې د جمهور رئیس اشرف غني کاندید معاون دی. د چهارشنبې په ورځ (جون۲۶) يي د اشناتلویزیون سره په یوه هراړخیزه مرکه کې د افغانستان په مقابل کې د پاکستان سیاستونه ناکام او نه بدلیدونکي وبلل. صالح پدې باور دی چې پاکستان د طالبانو په څير وسله والو ډلو په ذریعه په افغانستان کې خپلې ګټې ساتل غواړي.
امرالله صالح چې تل د افغانستان په ناامنۍ کې د پاکستان استخبارات او حکومتونه ملامت ګڼلي، پدې تازه څرګندونو کې يي هم ویلي چې دا ځل اسلام اباد ته د جمهور رئیس غني په سفر کې، افغانان او نړیواله ټولنه دیته ګوري چې پاکستان په خپلو ژمنو څومره عمل کوي.
ښاغلي صالح طالبان بیسواده بللي او وایي په لسګونو زره تحصیل کړی ځوان نسل په افغانستان کې د طالبانو په افکارو ژوند نه زغمي او طالبان باید درک کړي چې د سیاسي بهیر له لارې د افغانستان د جمهوریت نظام د ټینګښت دپاره مبارزه کې شریک شي.
صالح په پدې خبرو کې د ډیورند په کرښه جلا شوې سیمې د پاکستان لخوا غصب شوې یادوي او وایي چې سل کاله نورهم، باکستان د ډیورند پورې غاړې ساحې په اختیار کې ولري، خو ملکیت به د افغانانو وي ځکه چې افغانستان يي قباله (قواله) لري.
ښاغلي صالح په همدې اونۍ کې د پاکستان په لاهور ښار کې د افغانستان د سولې په نوم جوړ شوی کنفرانس د (شرمفرانس) په نوم یاد کړ او افغان ګډونوال يي پدې ملامت وګڼل چې د افغانستان د ملي ګټو په دفاع کې چپ پاتی شوي دي.
د صالح په باور په تیرو نونلس کالو کې چې په افغانستان کې هر نظامي او ملکي کس وژل شوی، هغه د مرکزي دولت په چوکاټ کې د افغانستان د دفاع دپاره قرباني ورکړې او طالبان د پردو د ګټو دپاره جنګیږي.
ښاغلي صالح هیله څرګنده کړې چې سوله حتمي ده او طالبانو ته ښه فرصت مساعد شوې چې د جګړې پرځای د خبرو له لارې ورور وژنې ته خاتمه ورکړي او د افغانستان د دولت سره مخامخ خبرو ته کښیني
 
https://avapress.com/vdcb8zb8srhbwap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته