دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 187429
غنی په پاکستان کې: د دواړو هیوادونو اړېکې باید د متقابل احترام په اساس وی
ولسمشر غنی د پاکستان خارجه وزیر سره په لیدنه کې ویلی دی چی د دواړو هیوادونو مناسبات او اړیکې باید د متقابل احترام او دولت د دولت سره په اساس وی.

ارګ په خبرپاڼه کې وایی چی ښاغلی غنی، پنجشنبه سهار (۶ سرطان) په اسلام آباد کې د شاه محمود قریشی، پاکستان خارجه وزیر سره لیدنه کړی دی.
ولسمشر په دی لیدنه کې ویلی دی: هیله ده چی دا سفر د افغانستان او پاکستان ملتونو لپاره مثبت پایلی ولری او همدارنګه پاکستان د سیمه ایز اتصال او همکاری په برخه کې مثبت رول ولوبوی.
د پاکستان خارجه وزیر د ښاغلی غنی دا سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ اعتماد فضا رامنځته کولو او همکاریو پراختیا لپاره اغیزمند وبلل.
ولسمشر غنی، د یو دولتی لوړپوړۍ هیات په راس کې د عمران خان پاکستان صدراعظم په دعوت هغه هیواد ته سفر کړی دی.
ارګ ویلی دی چی ښاغلی غنی او عمران خان امنیتی، سولې، سیمه ایز اتصال، تجارت، ترانزیت او افغانستان کې سرمایه ګذاری مسایلو باندی به خبری وکړی.
 
https://avapress.com/vdcgxu9qyak97t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته