دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 187433
فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ کې افغان امنیتی او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات په ترڅ کې ۳۴ وسله وال ترهګر وژل شوي
د ملي دفاع وزارت وایي د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ له نیولو وروسته په دغې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري چاڼیز عملیات ترسره شوي چې په پایله کې ېې دغلته ۳۴ وسله وال ترهګر وژل شوي، او ۵۰ تنه نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په دي اړه په یوه بیان کې ویل شوي چې،:” د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو له پیل څخه، بلچراغ ولسوالۍ ته د ټاکل شوي پوځي قومندان مولوي عبدالله مشهور په بلال، د طالبانو نامتو سرګروپ ملامحمد مشهور په څڼیور( موی دار) او د طالبانو د ۳۰ کسیزې ډلې د مشر ملاحمیدالله په ګډون ۱۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۳۰ تنه ټپیان او ۱۰ تنه له پوځي تجهیزاتو سره ژوندي نیول شوي دي”.
خبر پاڼه زیاتوي،:” د بلچراغ ولسوالۍ د حمام چشمه سیمه، چې د نشر په کلي کې موقعیت لري، د طالبانو په یو پنډغالي او مهمې قرارګاه باندې، د افغان ځواکونو د هوايي برید په پایله کې ملاحفیظ الله مشهور په ظالم کش د خپلو ۱۹ افرادو سره وژل شوی او ده ته اړوند ۲۰ کسان ټپیان شوي دي”.
 
https://avapress.com/vdcbfzb8frhbwap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته