دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۲۳
د مطلب کود : 187460
کندهار خاکرېز ولسوالۍ کې امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۴ پولیس او ۱۵ طالبان وژل شوي
د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې ۴ پولیس او ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي.

د کندهار د خاکرېز امنیه قوماندان نظر علي رسنیو ته په دی اړه وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د خاکرېز ولسوالۍ په ډب خاکرېز سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړ.
د نظر علي په وینا په‌دغه جګړه کې چې تر سهاره‌يې دوام وکړ، څلور پولیس او ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي، دوه پولیس او د ۲ قوماندانانو په ګډن ۸ وسله‌وال طالبان ټپیان شوي دي.
وسله‌والو طالبانو په‌دغه جګړه کې د ۱۴ پولیسو د وژل کېدو او یوه پولیس د ژوندي نیول کېدو ادعا کړې ده.
https://avapress.com/vdcb0zb8grhbwap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته