کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پنجشیر خلګو ددی ولایت عمومی جاده بند کړي دی

8 سرطان 1398 ساعت 12:01

پنجشیر ځینی اوسیدونکې د هیواد په شمال کې په اعتراضی حرکت کې د عبدالحمید خراسانی نیول کیدو په وړاندی، ددی ولایت عمومی جاده د ترافیک په وړاندی تړلی دی.



د آوا په ګزارش سره، د کابل-پنجشیر عمومی جاده نن سهار شنبه(۸ سرطان) د ځینو معترضینو له لوری د نقلیه وسایطو تللو او راتللو په وړاندی وتړل شو.
د پنجشیر ولایت خلګ د عبدالحمید خراسانی نیول کیدو په اعتراض هغه کس چی اونۍ مخکې د پولیس ځواکونو له لوری کابل ښار کې ونیول شو، ددی ولایت عمومی جاده تړلی دی.
داخله وزارت وایی چی خراسانی د غیری مسوول مسلح کسانو درلودلو، قتل، رهزنی او باج اخیستنې باندی تورن دی.
په دی حال کې معترضان خبرداري ورکوی چی ترڅو عبدالحمید خراسانی د بند څخه آزاد شوي نه وی خپل اعتراض یا لاریون ته به ادامه ورکړی.
 


د مطلب کود: 187483

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187483/د-پنجشیر-خلګو-ددی-ولایت-عمومی-جاده-بند-کړي-دی

آوا
  https://www.avapress.com