دخپریدو نیټه :شنبه ۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 187484
د امریکا او طالب استازو ترمنځ سولې مذاکراتو اووم پړاو پیلېږی
نن په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې پیلېږی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلی، ټول اړخونه د سولې یوه چټکه پروسه غواړی.
بل خوا په افغانستان کې د ناټو ملکی استازى وایی، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره لږ فرصت پاتې دى.
نیکولاس کې د سولې د مذاکرو په اړه په بروکسل کې د ازادی راډیو خبریال ته وویل: بین الافغانی ډیالوګ یا بین الافغانی مذاکرې روانې دی، موږ د ډیالوګ د ترسره کېدو لپاره د جرمنی د حکومت د هڅو او د سفیر خلیلزاد د روانو هڅو بشپړ ملاتړ کوو، خو د دغه ډیویالوګ لپاره په کار ده چې دواړه لوری پوره چمتووالى ولری؛ طالبان باید دا ومنی چې اړتیا ده چې دوى د افغانستان له حکومت او نورو افغانانو سره مذاکرو ته کېنی، د افغانانو په اړخ کې اړتیا ده، کله چې دوى له طالبانو سره مذاکرو ته کېنی، د لوبغاړو په منځ کې یو ښه اتحاد ولری.
 
https://avapress.com/vdch6qnzk23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته