کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قطر کې د سولې تازه خبرو ته د دواړو لوریو ریښتینۍ احساس او هیله‌مندي

ازادی رادیو , 9 سرطان 1398 ساعت 8:40

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې چې پرون د شنبې په ورځ ماسپښین مهال پیل شوې، ډېرې حساسې دي، دا خبره د سولې په خبرو کې د ښکېلو لورو چارواکو د خپلو نومونو نه ښودلو په شرط لویدیځو خبري آژانسونو ته کړې ده.



د دغو خبرو له پیلیدو سره هم‌مهاله بیا په کابل کې افغان ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان په صادرولو سره د خپل دفتر مشر عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه ټاکلی دی.

که څه هم په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمی خلیل‌زاد او د طالبانو د مرستیال مشر او د طالبانو د دوحه د دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د پلاوو ترمنځ د پیل شوېو خبرو جزئیات نه‌دي په ډاګه شوي، خو یوه جګ‌پوړي امریکایي چارواکي چې نوم یې پټ ساتل شوی ځکه رسنیو ته یې په‌دې اړه د معلوماتو ورکولو اجازه نه درلوده، رویټرز آژانس ته ویلي چې دواړه لوري د هیلو یو ریښتنۍ احساس کوي، هغه روانې خبرې حساسې وبللې چې په وینا‌ یې یا به جوړجاړی وشي یا هم ښایي نه.

په قطر کې د طالبانو یوه مشر چې د هغه نوم هم پټ ساتل شوی ويلي چې دغه خبرې به ډېرې حساسې وي.
د دواړو لورو ترمنځ د دغه اووم پړاو خبرو تر پیلېدو مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره اوونۍ کابل ته په سفر کې ورته هیله ښودلې او ویلي یې و چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې یعنې شاوخوا دوو میاشتو کې به د سولې یو تړون وشي.

لکه د تېر په څېردا ځل هم له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل، د دې مسئلې یقیني کول چې د افغانستان له خاورې به پر امریکا او متحدانو یې د ترهګري بریدونو لپاره کار نه اخېستل کېږي، د بین‌الافغاني خبرو پيلېدل او اوربند د امریکایي او طالبانو د پلاوو ترمنځ د اووم پړاو خبرو څلور مهم مسایل یاد شوي چې تر اوسه یې دواړو لورو د دوو لومړیو په برخه کې د ځینو پرمختګونو خبره کړې، خو عملاً یې ترمنځ د کوم توافق څرک نه لګېږي.

ښاغلي خلیل‌زاد ویلي چې که د سولې تړون کېږي پر ټولو دغو مسئلو به موافقه کېږي که‌نه پر هېڅ یوې مسئلې به موافقه ونه‌شي.
که څه هم امریکایي لوري هم تل په‌دې ټینګار کړی چې د افغانستان حکومت او طالبان باید مخامخ خبرې وکړي او سوله هم باید د دوی ترمنځ وشي، خو د افغانستان حکومت تراوسه له دې خبرو څنګ ته پاتې شوی.

افغان ولسمشر بیا ظاهراً د بین‌الافغاني خبرو د احتمالي پیلېدو لپاره په یوه نوي اقدام کې د خپل دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي چې مخکې له طالبانو سره د حکومت د مرکچي پلاوي مشر ټاکل شوی و، دا ځل یې د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه ټاکلی دی.

ایا د ښاغلي غني دغه اقدام د دې ښکارندوي کوي چې نژدې ده بین الافغاني خبرې پيل شي، په‌دې اړه د چارو د کتونکې وحید مژده نظر پوښتل شوی: "دا ټاکنه البته ځینې نور بدولونونه هم چې راغلي په نورو ځایونو کې د ولسمشر په فرمان، فکر کوم دا ټول داخلي مصرف لري یعنې د دې لپاره چې تقریباً خپل زور وښیې خپلو سیالانو ته په‌‌دغه سیاسي پړاو کې کومه بله مسئله نشته، له طالبانو سره او د سولې په مسایلو باندې دا اغېزه نه‌لري. فکر نه کوم چې خاص پیغام ولري طالبانو ته
 


د مطلب کود: 187514

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187514/قطر-کې-د-سولې-تازه-خبرو-ته-دواړو-لوریو-ریښتینۍ-احساس-او-هیله-مندي

آوا
  https://www.avapress.com