دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۳
د مطلب کود : 187516
کورنیو چارو وزارت: سروبي ولسوالۍ کې ۲۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې په تصفویوي عملیاتو کې وسله‌والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبر ورکوي.

د دې وزارت له‌خوا پرون شنبې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو ترسره کړي او وخت یې نه‌دی ښودل شوی، شل طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.
سروبي د امنیت له پلوه د کابل یوه مهمه ولسوالۍ بلل کېږي چې ډېر ځلي یې په امنیتي پوستو کې کابل ته په لاره موټرو کې د چاودیدونکو موادو د نیول کیدو راپورونه ورکول شوي دي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdf50f9yt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته