د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پآڼه کې ویل شوي چې دغو لسګونو تنو ډاکټرانو د تخصصي او مسلکي تعلیماتو تر بشپړولو وروسته، پرون د چنګاښ میاشتې په ۸ مه د هېواد د مسلح قوتونو د ستر درستیز په حضور کې د فراغت ورځ و نمانځله.
د ملي دفاع وزارت د بیان له مخې دغه ډاکټران د هېواد والو د درملني په موخه د ملي اردو اړونده روغتونو ته ور وپیژندل شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)