کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د معروف ولسوالۍ د مرکز د سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 سرطان 1398 ساعت 10:55

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د معروف ولسوالۍ پر مرکز یې د وسله والو طالبانو برید پر شاتمبولی دی.



تېره شپه د نوموړي ولسوالۍ پر مرکز وسله والو طالبانو لویه حمله وکړه چې دواړو خواو ته پکښې درانه تلفات اوښتي.
د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال تادین خان نن یکشنبه د «چنګاښ پر۹مه» امریکا غږ ته وويل چې وسله والو طالبانو لومړی د څلورو حاموي ټانګونو په وسیله چې له چاودېدونکو توکو ډک وو د ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ.
ده زیاته کړه چې په دې پېښه کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو وايي، د ولسوالۍ مرکز د افغان قواوو په لاس کې دی.
ده وويل:"د معروف ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ تېره شپه دښمن حمله کړې د څلورو حاموي وسایطو په وسیله يې چاودنې کړي زموږ څه عسکر شهیدان او ټپیان شوي خو د ولسوالۍ مرکز سقوط نه دی کړی هغه پرسونل مو هلته اوس هم موجودی دی او د هوا له لارې تازده سرتیري سیمې ته رسیدلي او ژر به پراخ عملیات په سیمه کې وشي."
د کندهار امنیه قوماندان په دغه نښته کې طالبانو افغان سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره په ډاګه نه کړه.
وسله والو طالبانو بیا د معروف ولسوالۍ د پېښې په اړه ادعا کړې چې ګڼو افغان سرتیرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او د ولسوالۍ مرکز يې هم تر خپلي ولکې لاندې را وستی.
دغه راز وسله والو طالبانو په پېښه کې له خپل لوري يوازي د ۳ تنو ټپي کیدل تائید کړي دي.
معروف ولسوالي د کندهار په جنوب ختیځ ۱۸۰ کيلو میترۍ کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې پرته ولسوالي ده چې زیات وخت ورڅخه د جګړو راپورونه ورکول کېږي.
له ارغستان ولسوالۍ سره د نوموړي ولسوالۍ ځمکنۍ لار د ټرافیکو پرمخ زیاتره وختونه تړلې وي.
د معروف ولسوالۍ مرکز تېر کال له مخکني موقعیت څخه شل کېلو متره لرې یوې بلې سیمې ته انتقال شو چې د چارواکو په وینا د ولسوالۍ لپاره مرکزي سیمه ده
 


د مطلب کود: 187529

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187529/د-معروف-ولسوالۍ-مرکز-سقوط-په-اړه-ضد-او-نقیض-راپورونه

آوا
  https://www.avapress.com