د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ اړوند په ګوار سیمه کې بیګاه شپه د هوایې ځواکونو په عملیاتو کې د یوه طالب قومندان ملا مبارز په ګډون دوولس(۱۲) تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دري(۳) عرادي موټرسایکلونه یې له منځه وړل شوي دي. ملا مبارز د ناوي ولسوالۍ د خواجه خیل کلي اوسیدونکی وو، چې په یاده ولسوالۍ کې یې د طالبانو د څو ګروپونو رهبري پر غاړه لرله چې وژل کیدو سره به یې د یادي ولسوالۍ په امنیتي وضعیت کې ښه والی راشي