په کندهار ولایت کې په څلورو ځانمرګو بریدونو کې چې په هغه کې له څلورو زغروال هاموې موټرو څخه کار اخیستل شوی وو، په دغه ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۸ تنه کارکوونکي وژلي دي.
کندهار کې څلور ځانمرګي بریدونه؛ د ټاکنو کمېسیون ۸ تنه غړي وژل شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 سرطان 1398 ساعت 13:55
په کندهار ولایت کې په څلورو ځانمرګو بریدونو کې چې په هغه کې له څلورو زغروال هاموې موټرو څخه کار اخیستل شوی وو، په دغه ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۸ تنه کارکوونکي وژلي دي.
د کندهار امنیه قومندان تادین خان وايي چې دا بریدونه نن سهار وختي دوه بجې (یکشنبې د چنګاښ په ۹مه) د دغه ولایت په معروف ولسوالۍ کې شوي دي.
د کندهار امنیه قومندان زیاتوي چې په دغو بریدونو کې پوځيانو او ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو هغه د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نه ورکوي.
خو کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمهییز دفتر رییس وايي چې په دغې پېښه کې د دغه کمېسیون اته تنه وژل شوي دي.
د مطلب کود: 187552