د کندهار امنیه قومندان تادین خان وايي چې دا بریدونه نن سهار وختي دوه بجې (یکشنبې د چنګاښ په ۹مه) د دغه ولایت په معروف ولسوالۍ کې شوي دي.
د کندهار امنیه قومندان زیاتوي چې په دغو بریدونو کې پوځيانو او ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو هغه د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نه ورکوي.
خو کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمهییز دفتر رییس وايي چې په دغې پېښه کې د دغه کمېسیون اته تنه وژل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)