د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو او په افغانستان کې د سولې لپاره د لومړني چوکاټ د رامنځ ته کیدو د هڅو په لړکې، غواړم تکرار کړم چې د ملګرو ملتونو لپاره دواړه بهیرونه مهم لومړیتوبونه دي.
د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو او په افغانستان کې د سولې لپاره د لومړني چوکاټ د ملګرو ملتونو لپاره مهم لومړیتوبونه دي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 سرطان 1398 ساعت 14:31
د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو او په افغانستان کې د سولې لپاره د لومړني چوکاټ د رامنځ ته کیدو د هڅو په لړکې، غواړم تکرار کړم چې د ملګرو ملتونو لپاره دواړه بهیرونه مهم لومړیتوبونه دي.
ددغو دوو اساسي موضوعاتو په اړه د ملګرو ملتونو د رول او نظر په تړاو د مختلفو رسنیو رپورټونو او ګمانونو ته په کتو سره، اجازه راکړئ روښانه کړم چې: له دغو دواړو بهیرونو هیڅ یو یې باید د بل بهیر لخوا اغیزمن نشي او یا یې ټکنی کړي، دواړه بهیرونه باید په پوره زور او د ټولو ښکیلو برخه والو له ژمنتیا سره سم پرمخ ولاړ شي. په داسې حال کې چې ددغومهمو بهیرونو ترمنځ روښانه اړیکې موجودې دي او دواړه یې دافغانستان پر راتلونکي ډیر زیات اغیز لري، ملګري ملتونه به په دواړو ډګرونو کې خپلې بشړې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د مطلب کود: 187556