دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 187567
طالبانو په پکتیا ولایت کې د مچلغو د بند پر پوستو بریدونه کړي
د پکتیا امنیتي مسوولین وایي، تېره شپه وسلوالو طالبانو د احمدابا ولسوالۍ د مچلغو بند پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په کې ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي.

د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت زیاتوي، چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې له ۳۰ ډېر وسلوال وژل شوي، چې ۶ جسدونه له ځینو وسلو سره یو ځای د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
د پکتیا ولایتي شورا غړی محمد الرحمان قادري وایي، چې تر ۱۸ پورې امنیتي ځواکونو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د یادې پېښې په تړاو څه ندي ویلي.
 
سرچينه : آریانا نیوز
https://avapress.com/vdcjmaevauqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته