دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 187568
افغانان هرکال پرخپله درملنه بهر کې ۵۰۰ میلیونه ډالر مصرفوي
د افغانستان د مالیې د وزارت سرپرست وايي، د طبي تشخیصه وسایلو په ځانګړي ډول د سرطان د ناروغۍ د وسایلو د کمبود له امله هرکال افغانان په بهر کې تر پنځه سوو میلیونو ډالرو پورې په خپله درملنه مصرفوي.

د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي په کابل کې د سرطان د ناروغۍ ملي سمپوزیم ته د یکشنې په ورځ ( چنګاښ ۹مه) په وینا کې وویل، چې د دغو پیسو تر درې سوو میلیونو ډالرو پورې يې د سرطاني ناروغیو پر درملنه او دوه سوه میلیونه ډالر د نورو ناروغیو په علاج په مصرف رسیږي.
ښاغلي قیومي وویل، چې د مالیې وزارت هڅه کړې، چې د روغتیایي خدمتونو د پیاوړي کیدو او پراخیدو لپاره د پوهنې او روغتیا سکټورونو لپاره په ملي بودیجه کې زیاته بودیجه بیله کړي
په افغانستان کې د روانې جګړې له امله د دغه هیواد د ملي بودیجې زیاته برخه په امنیتي سکټور په مصرف رسیږي.
د سرطان د ناروغۍ ملي سمپوزیم ته جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپله وینا کې د بهر نړۍ سره افغانستان د روغتونونو د نښلولو په اړه تر ډیره وغږیده او ویې ویل، چې په کار دي د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي.
ښاغلي غني وویل " په کار دي، چې د روغتیايي توریزم مخه ونیسو، دا دوه برخې لري یو دا چې خلک له مجبورۍ ځي ، خو بله برخه یې داده، چې ممکن هیڅ ډول طبي کړنلاره موجوده نه اوسي".
ښاغلي غني وویل، چې د مالیې وزارت باید د سرطان د ناروغۍ د درملنې لپاره لازم ماشین الات او وسایل دننه په افغانستان کې د خلکو د درملنې لپاره چمتو کړي.
د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې هر کال شاوخوا شل زره کسان د سرطان د ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي، چې د ښځو د سینې سرطان هم په کې شامل دی.
داکټران وايي د سرطان ناورغي د علاج وړ ده، خو، چې د دغې ناروغۍ په لومړي سر کې تشخیص او درملنه یې وشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcai0n6a49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته