کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني: په افغانستان کې د سرطاني ناروغانو ۸۰ سلنه مړینه یو ملي ناورین دی

ازادی رادیو , 9 سرطان 1398 ساعت 17:17

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سرطان د ناروغۍ د تشخیص او درملنې په برخو کې د عامې روغتیا وزارت پر جدي اقداماتو ټینګار وکړ.



ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې د سرطان د ناروغانو اتیا فیصده مړینه په رښتیا چې ملي ناورین او د نه منلو ده.
ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د سرطان د ناروغۍ پروړاندې د مبارزې په ملی سمپوزیم کې د عامې روغتیا وزارت ته سپارښتنه وکړه چې د سرطان د ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره دې د مرکزونو په جوړولو اقدام وکړي.
ده زیاته کړه: زما سپارښتنه دا ده چې د دغې شمېرې په خاطر له تاسې یو پروګرام او واضح اقدامات غواړم، کله چې له هرو شلو زرو ناروغانو اتیا فیصده مړه کېږي، دا یوه ملي فاجعه ده، دا چې دغه وزارت ماشینونه او ځینې وسایل نه لري، ایا یوه ورځ ماته راغلي یاست او له ما مو غوښتي چې د سرطان د ناروغۍ لپاره څه وکړو؟، دا د منلو نه ده.
د افغانستان ولسمشر همداشان وویل، د وقایې په برخه کې ښه اقدامات شوي، خو د درملنې په برخه کې یې اوس هم جدي ستونزې شته.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، په دغه هېواد کې هر کال ۲۰ زره کسان د سرطان په بېلابېلو ډولونو اخته کېږي چې ۱۵۰۰۰ یې ترې مري.


دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې مخکې له دې هم په سرطان اخته ډېری ناروغانو په افغانستان کې د یادې ناروغۍ د ناسم تشخیص او لومړنیو درملنو د نه شتون له امله شکایتونه کړي او ویلي یې دي چې د دغې ناروغۍ ډېری ناروغان د درملنې په هدف په ډېرو لګښتونو له هېواده بهر ځي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، سرطان دوه لامله لري، یو ژینیتیکي چې مخنیوی یې ګران دی او بل غیر ژینیتیکي چې مخنیوی یې کېدای شي.
د فزیکي فعالیتونو نه شتون، ډېر وزن، د الکولي مشروباتو کارول، مضره شعاع، ډېر عمر، نه امېندواره کېدل او ماشومانو ته د مور د شیدو نه ورکول د سینې پر سرطان د ښځو د اخته کېدو عمده لاملونه دي.
د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د کنټرول د برخې مسؤلین د سرطان د تشخیص او درملنې په برخو کې د ستونزو موجودیت تأییدوي.
د دغه وزارت د یادې برخې مسؤل ډاکتر سید حبیب اروال ازادي راډیو ته وویل، ستونزې شته، خو وزارت هڅې کوي چې په لږو امکاناتو دغه ستونزې حل کړي.
دی وایي: دا مسئله یو حقیقت دی او موږ پرې اعتراف کوو، یعنې په افغانستان کې چې د سرطان پر وړاندې په کومه اندازه مبارزه لازمه وه، نه ده شوې او وزارت په موجوده امکاناتو توانېدلی چې یو مرکز په جمهوریت روغتون او د سینې د سرطان بل مرکز په استقلال روغتون کې ولري.
په ورته وخت کې د سرطان پروړاندې د مبارزې د بنسټ رئيسه نسرین اوریاخېل چې د دغه سمپوزیم په ناسته کې حاضره وه، وویل چې دغه بنسټ د سینې د سرطان د لاملونو او وقایې په برخو کې په ټول افغانستان کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي دي
 


د مطلب کود: 187572

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187572/ولسمشر-غني-په-افغانستان-کې-د-سرطاني-ناروغانو-۸۰-سلنه-مړینه-یو-ملي-ناورین-دی

آوا
  https://www.avapress.com