دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۹
د مطلب کود : 187575
افغانستان کې امریکا سفیر: د ټاکنو نه مخکې باید سوله رامنځته شی
په افغانستان کې د امریکا سفارت وایی، تر انتخاباتو وړاندې سوله باید وشی.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس له خبریالانو سره د وروستیو سیاسی معلوماتو د شریکولو په ناسته کې وویل، که څه هم انتخابات او سوله دواړه مهم دی، خو امریکا ته سوله لومړیتوب لری.
نوموړی وویل چې موږ باید هم مهاله پر دواړو کار وکړو، سوله موږ ته لومړیتوب لری، لکه څرنګه چې ما له ټولو سره خبرې کړی، هېڅ چا نه دی ویلی چې انتخابات دې وشی، خیر چې جګړه دوام ولری او خلک ووژل شی.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو کابل ته د خپل سفر پر مهال وویل چې واشنګټن په تمه دی چې د راروانې سپټمبر میاشتې مخکې د افغان سولې په اړه له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږی.
په ورته وخت کې ښاغلی جان بس د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په قطر کې د اووم پړاو مذاکراتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې امریکا لا هم نه پوهېږی چې له دغې ډلې سره به یوې هوکړې ته ورسېږی که نه.
 
https://avapress.com/vdciyyazwt1avw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته