دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 187598
کابل ننۍ چاودنې تلفاتو شمیر د ډیریدو په حال کې دی/ تراوسه ۶۵ تنه ټپیان و روغتون ته لیږدول شوی دی
هیواد عامه روغتیا وزارت کې مسؤولین وایی چی تراوسه ۶۵ تنه ټپیان د کابل ښار ننۍ چاودنې څخه روغتونونو ته لیږدول شوی دی.

 
احمد توحید شکوهمند، د عامه روغتیا وزارت ویاند معاون د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: تراوسه ۶۵ ټپیان د ۹ تنو کوچنیانو په ګډون روغتونونو ته لیږدول شوی دی.
شکوهمند وویل چی دا لومړنۍ آمار دی او د ټپیانو او وژل شویو شمیر د ډیریدو احتمال شته.
هغه وویل چی ددی پیښی ټپيان امرجنسی، وزیراکبرخان او جمهوریت روغتونونو ته لیږدول شوی دی.
په دی حال کې نصرت رحیمی، د داخله وزارت وزیاند وایی چی لومړۍ چاودنې وروسته دری تنه مهاجم یو ساختمان ته ننوتۍ او د امنیتی ځواکونو سره نښتی په حال کې دی.
نن ۸:۵۰ بجو په شاوخوا سهار د ګلبهار تاور ترڅنګ ۱۶ حوزی پوری اړوند سیمه کې، لومړۍ یو موټر د چاودیدونکو توکو څخه ډک چاودنه کړي او وورسته مهاجمین یو ساختمان ته ننوتۍ دی.
د رحیمی په وینا، سیمه د پولیسو خاص قطعاتو له لوری انسداد شوی او هڅه کیږی چی مهاجمین ډير ژیر له منځه لاړ شی.
ویل کیږی چی ددی تروریستی برید ډير شمیر قربانیان ملکی وګړي دی.
په دی حال کې ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند ددی برید مسؤولیت په غاړه اخیستی او ویلی دی چی امنیتی ځواکونه تر برید لاندی راوستلي دی.
 
https://avapress.com/vdcdn50fjyt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته