خوښ ديک ۰

په پکتیا کې ۱۱ تنه امنیتی ځواکونه په شهادت رسیدلي او ۳۱ تنه طالب وسله وال وژل شوي

د پکتیا ولایت مقام مطبوعاتی دفتر خبر ورکوی چی ددی ولایت احمدآباد ولسوالی کې امنیتی ځواکونو او طالب وسله والو ته درنه تلفات اوښتی دی.
په پکتیا کې ۱۱ تنه امنیتی ځواکونه په شهادت رسیدلي او ۳۱ تنه طالب وسله وال وژل شوي

د آوا په ګزارش سره؛ د پکتیا ولایت مقام مطبوعاتی دفتر یکشنبه مازدیګر(۹ سرطان) د یو بیانیی په خپرولو سره اعلان کړ چی مسلح طالبان شپی دوه بجی د احمد آباد ولسوالی مچلغو سیمه کې مچلغو بند څخه ساتنی قطعه ځواکونو او کارکوونکو باندی برید کړی چی د بریدونو وروسته د امنیتی ځواکونو زمینی او هوایی انداختو په ترڅ کې ۳۱ تنه مسلح طالبان د پاکستانی طالبانو په ګډون وژل شوی او ۱۲ تنه ټپیان شوی دی.
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلی دی چی ددی بریدونو په ترڅ کې، ۱۱ تنه امنیتی ځواکونه هم شهید شوی او ۶ تنه نور ټپیان شوی دی.
نښته د طالبانو او امنیتی ځواکونو په منځ کې ترسهاره پوری ادامه درلود او ددی نښتې په پای کې طالبانو مهمات هم امنیتی ځواکونو لاسته ورغلی دی.
طالبانو تراوسه ددی نښتې تلفاتو په اړه څه نه دی ویلی.
 
دوشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود: 187599 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *