دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 187599
په پکتیا کې ۱۱ تنه امنیتی ځواکونه په شهادت رسیدلي او ۳۱ تنه طالب وسله وال وژل شوي
د پکتیا ولایت مقام مطبوعاتی دفتر خبر ورکوی چی ددی ولایت احمدآباد ولسوالی کې امنیتی ځواکونو او طالب وسله والو ته درنه تلفات اوښتی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ د پکتیا ولایت مقام مطبوعاتی دفتر یکشنبه مازدیګر(۹ سرطان) د یو بیانیی په خپرولو سره اعلان کړ چی مسلح طالبان شپی دوه بجی د احمد آباد ولسوالی مچلغو سیمه کې مچلغو بند څخه ساتنی قطعه ځواکونو او کارکوونکو باندی برید کړی چی د بریدونو وروسته د امنیتی ځواکونو زمینی او هوایی انداختو په ترڅ کې ۳۱ تنه مسلح طالبان د پاکستانی طالبانو په ګډون وژل شوی او ۱۲ تنه ټپیان شوی دی.
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلی دی چی ددی بریدونو په ترڅ کې، ۱۱ تنه امنیتی ځواکونه هم شهید شوی او ۶ تنه نور ټپیان شوی دی.
نښته د طالبانو او امنیتی ځواکونو په منځ کې ترسهاره پوری ادامه درلود او ددی نښتې په پای کې طالبانو مهمات هم امنیتی ځواکونو لاسته ورغلی دی.
طالبانو تراوسه ددی نښتې تلفاتو په اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdceof8zojh8vni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته