کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سهیل شاهین: د خارجی ځواکونو وتلو مهال ویش اعلانیدو وروسته د افغانی لورو سره مذاکرات پیل کیږی

10 سرطان 1398 ساعت 16:11

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش تر اعلانیدو وروسته له افغاني جهتونو سره مذاکرات پیل کیږي.



قطر کې  د طالبانو د سیاسي دفتر  وياند سهيل شاهين تازه  پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:  کله چې د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو دوتلو مهالویش اعلان شي بیابه له افغاني جهتونو سره مذاکرات شروع کیږي خو دکابل له ادارې سره به دحکومت په حیث خبرې نه کیږي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند په داسي حال کې له افغاني جهتونو سره د خبرو مسئله یادوي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اووم پړاو خبرې راوني دي.
په ورته وخت کې نن  د کابل ښار له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د دفاع وزارت په یوه اړونده ریاست لومړی موټر بم برید شوی  او وروسته ور پسې وسله  واله  نښته رامنځته شوې چې تر دې مهاله لا  امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټولو بریدګرو په وژلو نه دي توانیدلي.
 


د مطلب کود: 187612

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187612/سهیل-شاهین-د-خارجی-ځواکونو-وتلو-مهال-ویش-اعلانیدو-وروسته-افغانی-لورو-سره-مذاکرات-پیل-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com