دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 187643
د امریکا ولسمشر: افغانستان د ترورېستانو لپاره د لابراتوار په څېر دی
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، افغانستان د ترورېستانو لپاره د یوه لابراتوار په څېر دی.

ښاغلي ټرمپ پرون په یوه ټلویزیوني مرکه کې افغانستان له مشهور امریکايي پوهنتون هارورډ سره تشبېه کړ او ویې ویل چې د ترورېستانو لپاره دا هېواد د همدې پوهنتون حیثیت لري.
ټرمپ په دې مرکه کې چې د کابل له پرونۍ حملې مخکې ثبت شوې وه او تېره شپه پر فاکس نیوز چینل خپره شوه، یو ځل بیا تینګار وکړ چې غواړي امریکايي سرتېري له افغانستانه وباسي، خو ده زیاته کړه چې وېرېږي چې د امریکايي ځواکونو له حضور پرته به د افغانستان له خاورې یوځل بیا پر امریکا د حملو په مقصد کار واخیستل شي.
ټرمپ وویل، دی که امریکايي ځواکونه وباسي، هم په افغانستان کې د امریکا ځواکمن استخباراتي حضور به پرځای پرېږدي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه، پوځي چارواکو ده ته ویلي دي چې ښه به وي چې د ترورېستانو پرضد په افغانستان کې جګړه وشي، نه په امریکا کې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceef8zxjh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته