ښاغلي محب دا خبرې په کابل کې د چین له سفیر ښاغلي لیو جینسانګ سره په کتنه کې وکړې. د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وویل، چې اړینه ده ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ترکیه هم په دې ائتلاف کې شامل شي.
د ملي امنیت شورا سلاکار په ورته وخت کې د چین سفیر ته وړاندیز وکړ، چې له افغانستان سره د بشري او انکشافي مرستو په برخه کې د پراخې ونډې او رول له امله دې اروپايي ټولنه د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د چین، امریکا او روسیې د درې اړخیزو ناستو برخه شي. نوموړي اروپايي اتحادیه د افغان حکومت یو مهم همکار او په غیر نظامي برخه کې ستر مرسته کوونکی لوری وباله.
په کابل کې د چین سفیر لیو جینسانګ د سولې او امنیت په اړه د همغږۍ د رامنځته کولو په برخه کې د ملي امنیت شورا د سلاکار ډاکټر حمدالله محب د هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې هیواد یې تل د افغان سولې او امنیت په اړه مرستو او همکارۍ ته تیار دی.
نوموړي یادونه وکړه، چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې د افغان حکومت رول او لوري ډېر اهمیت ورته لري. ښاغلي جینسانګ همدارنګه د هغو مرستو یادونه وکړه، چې هیواد یې له افغانستان سره کوي او په دې اړه د اړونده ادارو د لا ښې همغږۍ لپاره د امنیت شورا د همکارۍ غوښتونکی شو.
د ملي امنیت شورا سلاکار له نوموړي مننه وکړه، چې په بېلابېلو برخو کې مرستې تنظیموي او ډاډ یې ورکړ، چې حکومت ددې مرستو د انسجام لپاره هر ډول همغږۍ ته تیار دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)