خوښ ديک ۰

د جوزجان ولایت قوش تپه ولسوالی د طالبانو په لاس سقوط کړي

د ولسمشر لومړۍ معاون جنرال دوستم او اجرایی رئیس سره لیدنې همزمانه، ددی ولایت قوش تپه ولسوالی د طالبانو په لاس سقوط کړي دی.
د جوزجان ولایت قوش تپه ولسوالی د طالبانو په لاس سقوط کړي

عبدالقادر مالیه د جوزجان والی معاون د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل: تیره شپه ۱۰ بجو په شاخوا د قوش تپه ولسوالی د طالبانو په لاس سقوط کړي او تراوسه د امنیتی ځواکونو برخلیک څخه کوم خبر نشته.
د هغه په وینا هیڅوک هغه ولسوالی ته نه شی تللای.
له بل لوری هم فریدون انیق، د جوزجان والی ویاند آوا خبرنګار ته وویل چی د دوو ورځو راهیسی د امنیتی ځواکونو او مخالفینو ترمنځ سخت نښته په قوش تپه ولسوالی کې ادامه لری.
د هغه په وینا، طالبان په دی مده کې ۲۵ تنه وژلی او ۱۰ تنه ټپیان درلودلي او همدارنګه ۶ تنه امنیتی ځواکونه شهید شوی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
هغه وویل چی د تیری شپی ۱۰ بجو راهیسی د قوش تپه ولسوالی مخابراتی شبکو آنتنونه پری شوی دی په دی حال کې ددی ولسوالی وضعیت څخه هیڅ کوم معلومات نشته.
په دی حال کې ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند اعلان کړي چی د قوش تپه ولسوالی په پوره توګه طالبانو لاس ته ورغلی دی او ۱۱۳ تنه امنیتی ځواکونه وژل شوی او ټپیان شوی او یاهم اسیر شوی دی.
 
سی شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود: 187655 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *