کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې، چې هوایي ملاتړ ورسره وو، ۳۱ وسله وال وژل شوي

11 سرطان 1398 ساعت 11:41

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسولین وایي، د فاریاب ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې یې د ۸ سرګروپانو په ګډون ۳۱ طالبان، د ځمکني محاربوي عملیاتو په پایله کې، چې هوایي ملاتړ ورسره وو، وژلي دي.



په شمال کې د شاهین قول اردو مسولینو په خپره کړې اعلامیه کې ویلی چې دغه عملیات د فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالۍ په نظیر آباد او هزار قلعه سیمو کې  ترسره شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې، په دغو عملیاتو کې د طالبانو څو مرکزونه او پټنځایونه افغان هوایي ځواکونو له لوري په نښه او له منځه وړل شوي دي.
د خبرپاڼې له قوله په دغو عملیاتو کې ۱۵ وسله وال ترهګر ژوبل شوي هم دي.
خبر پاڼې د یوه افغان سرتیري د وژل کیدو او د ۳ نورو د ټپي کیدو خبر هم ور کړی دی.
 


د مطلب کود: 187658

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187658/فاریاب-کې-د-افغان-ځواکونو-په-عملیاتو-چې-هوایي-ملاتړ-ورسره-وو-۳۱-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com