دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 187660
عبدالله عبدالله جنرال دوستم لیدنې ته لاړ
داکتر عبدالله عبدالله اجرایی رئیس د ازبکستان لومړۍ وزیر سره لیدنې وروسته په مزارشریف کې، تیره ورځ، د جنرال عبدالرشید دوستم سره لیدنې لپاره جوزجان ولایت ته لاړ.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، سترجنرال عبدالرشید دوستم، والی، د شبرغان اوسیدونکې او نظامی چارواکې جوزجان هوایی ډګر کې د هیواد اجرایی رئیس څخه ښه راغلاست وکړ او وروسته ښاغلی عبدالله جنرال دوستم کور ته لاړ.
فریدون انیق، د جوزجان والی ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: حکومت اجرایی رئیس په دی سفر کې و شبرغان ته، د جوزجان خلګو، سرپل او فاریاب خلګو سره لیدنه کړي دی.
هغه زیاته کړه چی ددی درو ولایتونو خلګ خپل مشکلات د داکترعبدالله عبدالله سره شریک کړي او ښاغلی عبدالله ددی ولایت امنیتی مشکلاتو رفع کولو وعده کړی دی.
د جوزجان والی ویاند په وینا ښاغلی عبدالله د خلګو، ولایت یشورا او مدنی ټولنې سره لیدنه کړي او نن سه شنبه هم په جوزجان کې پاته کیږی.
دا په داسی حال کې دی چی د ولسمشریز ټاکنو په رارسیدو سره د حکومت مشرانو سفرونه ولایتونو ته ډیر شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcd950fzyt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته