خوښ ديک ۰

عبدالله عبدالله جنرال دوستم لیدنې ته لاړ

داکتر عبدالله عبدالله اجرایی رئیس د ازبکستان لومړۍ وزیر سره لیدنې وروسته په مزارشریف کې، تیره ورځ، د جنرال عبدالرشید دوستم سره لیدنې لپاره جوزجان ولایت ته لاړ.
عبدالله عبدالله جنرال دوستم لیدنې ته لاړ

د آوا په ګزارش سره، سترجنرال عبدالرشید دوستم، والی، د شبرغان اوسیدونکې او نظامی چارواکې جوزجان هوایی ډګر کې د هیواد اجرایی رئیس څخه ښه راغلاست وکړ او وروسته ښاغلی عبدالله جنرال دوستم کور ته لاړ.
فریدون انیق، د جوزجان والی ویاند د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل: حکومت اجرایی رئیس په دی سفر کې و شبرغان ته، د جوزجان خلګو، سرپل او فاریاب خلګو سره لیدنه کړي دی.
هغه زیاته کړه چی ددی درو ولایتونو خلګ خپل مشکلات د داکترعبدالله عبدالله سره شریک کړي او ښاغلی عبدالله ددی ولایت امنیتی مشکلاتو رفع کولو وعده کړی دی.
د جوزجان والی ویاند په وینا ښاغلی عبدالله د خلګو، ولایت یشورا او مدنی ټولنې سره لیدنه کړي او نن سه شنبه هم په جوزجان کې پاته کیږی.
دا په داسی حال کې دی چی د ولسمشریز ټاکنو په رارسیدو سره د حکومت مشرانو سفرونه ولایتونو ته ډیر شوی دی.
 
سی شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود: 187660 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *