د ارګ له لوري په دې اعلامیه کې راغلي: د افغانستان د ارامۍ او پرمختګ دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام، د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې د تروریستي برید په ترسره کولو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړل”.
د افغانستان جمهور رئیس ویلي: “د افغانستان حکومت د سولې د مشورتي لوی جرگې د پریکړو په بنسټ د سولې بهیر پر مخ بیایي، خو طالبانو یو ځل بیا ددغه وحشیانه حملې په کولو سره د جگړې د دوام او د ملکي وگړو د وژلو لپاره خپل کړغیړن نیت په ډاگه کړ.”
په کابل کې د طالبانو د ځانمرگي برید او د افغان امنیتي او دفاعي قواو سره، وسله والې څو ساعته نښتې پرون کابل کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.