په بغلان ولایت کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ دو شنبه د چنګاښ په ۱۰ مه وسله والو طالبانو د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ پر کیان درې نومي سیمه د سمنګان ولایت د روي دو آب ولسوالۍ له لوري ډلییزه حمله کړې چې د دې حملې په پایله کې د یادې ولسوالۍ کیان دره د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شوې ده.
د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ د کیان درې سیمه د افغانستان د اسماعیلیانو د مشر سید منصور نادري د زیږیدو ځای دی او دغه سیمه د نوموړي یو له مهمو ولسي ملاتړ ځایونو څخه ګڼل کیږي.
د دغې سیمې امنیت تر سقوط کیدو مخکې د سیمه ییزو پاڅونوالو له لوري ساتل کیده.
بل خوا د بغلان د دوشي ولسوالۍ ولسوال صاحب داد غفوري له رسنیو سره په مرکه کې اندیښنه ښوولي چې که دوشي ولسوالۍ دغه له لاسه تللې سیمه بېرته ونه نیوله شي د دې ولسوالۍ نورې برخې به هم د وسله والو طالبانو لاس ته ولویږي.
په ورته وخت کې د دوشي ولسوالۍ د امنیت امر بیا له رسنیو سره په خبرو کې د دغې سیمې د سقطو خبر نه مني وایي چې سیمه د افغان ځواکونو تر ولکې لاندې ده.