کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د مصئونو سندونو د چاپولو پروژې د بنسټ ډبره کیښودل شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 سرطان 1398 ساعت 15:58

د افغانستان د مصئونو سندونو د چاپولو پروژې د بنسټ ډبره نن د چنګاښ میاشتې په ۱۱ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، له لوري کیښودل شوه.


په دې مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي، د چارو ادارې او د ملي تدارکاتو کمېسیون استازو، د مالیې وزارت اداري مرستیال او د یو شمېر دولتي ادارو رئیسانو او کارکوونکو کډون کړی وو.
یاده پروژه به د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي او د ملي پراختیا د ملاتړ ادارې له لوري پلي شي او په دې پروژې به شاوخوا پنځه میلیارده شپږ سوه اوو څلویښت میلیونه افغانۍ لګښت راشي، چې د ماشینرۍ، تخنیکي او کاري وسایلو لګښت یې شاوخوا یو ملیارد او پنځه سوه میلیونه افغانۍ کیږي. د چاپ دغه مطبوعه به په یوه ساعت کې د دولس زره A4 پاڼو د چاپولو وړتیا ولري.
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي قیومي، د دې پروژې د پرانیستې وینا په مهال وویل: "د کومې پروژې د بنسټ ډبره چې نن ورځ کیښودل کیږي، له څو اړخونو څخه د ارزښت وړ ده، چې په پلي کیدو سره به یې د دولتي ادارو په ځانګړې توګه د پوهنې، لوړو زده کړو عامې روغتیا او اقتصاد وزارتونو همداشان د امنیت ریاست، د ملي عوایدو راټولیدو او ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند په ټولو برخو کې زیات بدلون را منځته کړي. یاده پروژه به په اتلسو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي."
د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه: "د صنعت په برخه کې د دې پروژې د چاپ پیل د افغانستان د ځان بسیاینې په مانا ده، چې له دې سره به په هیواد کې د هر ډول مصئونو سندونو د چاپ زمینه برابره شي، همداشان د دې پروژې په پلي کیدو سره هر کال د یو میلیارد افغانیو د عوایدو راټولو تر څنګ د اسعارو له تیښتې څخه هم مخنیوی کېږي. د دې ملي پروژې د تمویل په برخه کې د المان فدرالي جمهوریت له مرستو څخه مننه کوم."
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي وویل: "د مصئونو سندونو د چاپ پروژه یوه لویه ملي او تاریخي پروژه ده، چې پرانیسته یې د مصئونونو سندونو د چاپ په برخه کې د افغانستان د ځان بسیاینې په لوري یو ستر ګام بولم. د مصئونو سندونو چاپول به موږ د نورو هیوادونو له اړتیا خلاص کړي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هم په دې پروژې کې شامل دی او یو شمېر اړوند کارونه پر مخ وړي."
د یادونې وړ ده، چې په دې مطبعه کې به د افغانستان بانک په هوکړه د افغانۍ بانک نوټونو، پاسپورټونه، د تابعیت تذکرې، د دولتي کارکوونکو د پیژندنې کارت، د لوړو زده کړو د دولتي او خصوصي موسسؤ تعلیمي سندونه، د اسلحو د لیږد او ساتنې کارت، د دولتي نقلیه وسایطو کارت، له پولو څخه د نقلیه وسایطو د تېریدو لپاره د اجازې سندونه، د زیږیدلو کارت، د محاکمو وثایق، د فعالیت جواز او اجازه لیکونه، د سټیکر ډولونه (پستي ټکټ، ویزه او داسې نور) د ټاکنو خيلواک کمېسیون په هوکړه د رایه ورکولو سندونه او نور مهم سندونه چې دولت یې تشخیصوي، چاپیږي
 


د مطلب کود: 187677

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187677/د-افغانستان-مصئونو-سندونو-چاپولو-پروژې-بنسټ-ډبره-کیښودل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com