دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 187679
په کابل ښار کې د طالبانو لخوا دشوي برید په اړه دملګرو ملتونو ژوره خواشیني
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د کابل په ملکي میشته سیمه کې، چې شاوخوا نژدې ورته ښوونځي، کورونه، رسنیزې ادارې او نور ملکي تاسیسات پراته دي، د تیرې ورځې د هغه برید له کبله ژوره خواشیني څرکندوي چې طالبانو یې د ترسره کولو ادعا وکړه.

لومړني معلومات ښيي، چې دغه پیچلی برید د چاودیدونکو توکو په چوولو سره پیل شو، چې له کبله یې ډیر شمیر ملکي تلفات رامنځ ته شوي، چې پکې ښځې او ډیر شمیر ماشومان هم شامل دي. په دغه برید کې ښوونځي او نور ملکي بنسټونه هم زیانمن شویدي.
دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو وویل: ”په ملکي میشتو سیمو کې د چاودیدونکو توکو کارول، د افغانستان عامو خلکو ته په لویه کچه د زیان ور اوښتو سبب کیږي او زه ددغو ویرونکو کړنو د عاجلې پایته رسیدا غوښتنه کوم.“ هغه وویل: ”د خلکو وژل کیدل، معلول کیدل او له پراخې ویرې سره سره ښوونځیو، سوداګریزو او شخصي شمتنیو ته زیان رسیدل ــ په ښاري سیمو کې ددغه ډول بریدونو اصلي زیان منونکي اړخونه دي. “
په کابل کې دغه برید داسې مهال وشو، چې ماشومان د پیښې سیمې ته نژدې ښوونځي ته په رسیدو وو او په دغه وخت کې د بریدونو ترسره کیدل ښيي، چې ترسره کونکي یې د بیګناه خلکو د ژوند خوندیتوب ته هیڅ ډول پام نه کوي. نړیوال بشردوستانه قانون په روښانه ډول هغو سیمو کې بې توپیره بریدونه منع کوي، چې ملکیان پکې موجود وي او له ټولو ډلو غواړي، چې هر وخت د ملکي وګړو ژوند ته د درناوي په پار خپل مکلفیتونه په پام کې ونیسي.
”دا په مشخص ډول د افراطي تاوتریخوالي یو ناوړه عمل دی چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته له پام کولو پرته تر سره کیږي.“ یاماموتو وویل:” د ملګرو ملتونو کارکونکي له برید وروسته ډیر ژر روغتونونو ته ورغلل، او زه هلته د ډیرو ټپي شویو ماشومانو د رپوټونو له امله په ژوره توګه خواشینی شوم. ورسره خواکې مې په انځورونو کې دا هم ولیدل چې زده کوونکو په امبولانسونو کې روغتونونو ته د لیږدیدو پر مهال لا هم خپل درسي کتابونه په لاسونو کې نیولي وو. “
د یوناما د بشري حقونو ډله د پروني برید د بشپړې اغیزې ارزونه کوي، په داسې حال کې چې لومړني ارقام له سلو ډیرو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو ښکارندويي کوي، چې ډیری یې ټپیان دي. په ټپیانو کې د رسنیو کارکوونکي، زده کوونکي او نور ملکیان شامل دي. داسې ښکاري چې دغه لومړني ارقام به لوړ شي.
”دا ملکي تلفات د منلو وړ نه دي، په تیره بیا په دې پیښه کې دزیانمن شویو ماشومانو شمیر؛ ملګري ملتونه یو ځل بیا د جګړې د پای ته رسیدو د سمدستی او سوله ییز حل غوښتنه کوي، چې د افغانانو کړاو پای ته ورسیږي.”ټول ښکیل اړخونه باید د سولې په برخه کې د پرمختګ په ګډون پراخې هڅې وکړي چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسیږي. “
ملګري ملتونه په کابل کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او د ټپيانو لپاره د چټکې روغتیا هیله کوي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd550fnyt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته