کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سایبریا په ایرکوتسک سیمه کې سېلابونه ۱۴ تنه وژلي

11 سرطان 1398 ساعت 16:21

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت نن تأیید کړه چې د سایبریا په ایرکوتسک سیمه کې د وروستیو سېلابونو د مړو شمېر ۱۴ تنو ته زیات شوی او ۱۳ تنه تر اوسه تری تم دي.



د دې وزارت له‌خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په سیمه کې د موسمي بارانونو له امله د راوتلو سېلابونو په نتیجه کې ۱۹۱ کسان ټپيان شوي او روغتونونو کې یې درملنه کېږي.
د ټپیانو له ډلې ۳۸یې ماشومان دي.
د دغو سېلابونو له امله زرګونه کورونه هم وران شوي او له ۲۰۰۰ زیات کسان له سېلاب ځپلو سیمو ایستل شوي دي.


د مطلب کود: 187683

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187683/د-سایبریا-په-ایرکوتسک-سیمه-کې-سېلابونه-۱۴-تنه-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com