دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۱۲
د مطلب کود : 187693
افغان حکومت: قطر بین الافغاني ناستې جزئیات تراوسه زموږ سره شریک شوي نه دی
افغان حکومتي چارواکي وايي چې په قطر کې د بین الافغاني ناستې جزیات لا تراوسه له دوی سره نه دي شریک شوي.

په داسې حال کې چې د راتلونکې اوونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو د قطر په مرکز دوحه کې د قطر او جرمني په کوربتوب بین الافغاني ناسته جوړېږي، افغان چارواکي وايي چې له دوی سره د دې ناستې جزیات نه دي شریک شوي.
خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې هیله وښوده چې دغه ناسته او د نړیوالې ټولنې هلې ځلې لامل شي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني خبرې پیل شي.
ده وویل: موږ د دې ناستې د جزیاتو په اړه معلومات نه لرو، کوم افراد او اشخاص چې دې ناستې ته بلل شوي، طبعاً د شخصي ادرسونو او اشخاصو په توګه برخه اخلي، موږ د برخې اخیستونکو په اړه هم معلومات نه لرو، خو زموږ لپاره مهمه دا ده چې د افغانستان د سولې د پروسې مالکیت د افغانانو په لاس کې دی.
که څه هم ښاغلی صدیقي د دغې ناستې د هدف او د ګډونوالو په اړه معلومات ور نه کړل، خو د راپورونو په اساس په دې ناسته کې نږدې ۶۰ تنه برخه اخلي او د غونډې اجنډا به د ناستې په لومړۍ ورځ ټاکل کېږي.
له دې وړاندې د سولې د شورا ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډيو ته ویلي وو چې که د حکومت استازي په دې ناسته کې برخه اخلي، نو باید د حکومتي استازو په توګه برخه واخلي، نه د اشخاصو په توګه.
دا ناسته چې ټاکل شوې په قطر کې ترسره شي، د برګهاف بنسټ له خوا تنظیم شوې او د کوربتوب چارې يې د جرمني او قطر پر غاړه دي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکس پوتزل وایي، په قطر کې بین الافغاني خبرې به په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره یو مهم فرصت وي او جرمني هیله مند دی چې دغه خبرې د جګړې د ښکېلو خواو ترمنځ باور رامنځته کړي.
طالبانوهم له دې مخکې د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو په اړه تل په ورته دریځ ټینګار کړې او ویلي یی دي چې له افغان چارواکو سره د حکومت د استازو په توګه نه، بلکې د عادي افغانانو په توګه خبرې کوي.
د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې په دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره خبرې مخ ته وړي، پرون په یوه ټوېټري پیغام کې د دې خبرو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه خبرې د افغان سولې د پرمختګ لپاره مهم ګام دی.
https://avapress.com/vdcjhaevtuqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته