دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 187718
د غور ولایت ۶ ولسوالی د سقوط په لمن کې دی
غور ولایت کې دولتی او سمیه ایز چارواکې وایی چی تیرو ۱۰ ورځو په ترڅ کې د طالبانو تحرکات او بریدونه ددی ولایت په ۶ ولسوالیو کې ډیر شوي او دا کار ددی ولسوالیو خلګو لپاره ډیر اندیښنې راپارولي دی.

عبدالبصیر قادری د غور ولایتی شورا غړو څخه د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: تیرو ۱۰ ورځو کې د طالبانو تحرکات او بریدونه ددی ولایت په ۶ ولسوالیو کې ډیر شوی دی.
هغه وایی چی طالبان د تیوره، تولک، پسابند، شهرک، دولینه او ساغر ولسوالیو کې ډله ییز بریدونه ترسره کړي چی ددی بریدونو په ترڅ کې په لسګونه تنه وژل شوی او ټپیان شوی دی.
ښاغلی قادری وایی چی په دی ځینو ولسوالیو کې، طالبان د مرکز ۵ کیلومتری څخه هم کم واټن کې قرار لری او سیمه ایز حکومت تراوسه هیڅ اقدام د هغوی ټکولو لپاره نه دی ترسره کړی.
هغه زیاته کړه چی که په ډیر نږدی فرصت کې هوایی او ځمکنې عملیات د طالبانو په وړاندی په دی ولسوالیو کې ترسره نه شی او نور ځواکونه ونه استول شی یو لوی انسانی فاجعه به رامنځته شی او شپږ ولسوالی به سقوط وکړی.
هغه وویل چی تیره میاشت کې ۱۰۰ کلۍ غور ولایت کې د قومی مشرانو په مرسته طالبانو په لاس سقوط کړي وو او ددی وروسته حکومت هیڅ اقدام په وړاندی یی نه دی ترسره کړي.
په همدی حال کې عبدالحی خطیبی د غور والی ویاند د طالبانو دا بریدونه تایید کړي او وایی چی ددی مساله د حل لپاره یو نماینده د هیواد امنیتی ارګانونو څخه غور ولایت ته راغلی دی.
هغه افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: په حاضر حال کې د دفاع وزارت، داخله وزارت، ملی امنیت عمومی ریاست څخه نمایندګان او ظفر ۲۰۷ قول اردو معاون او غور ولایت امن او نظم عامه قومندان دی ولایت ته راغلی دی.
 
https://avapress.com/vdchzqnz623n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته