دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 187721
ارګ ماڼۍ: حکومت داسی سوله غواړی چی د ټولو افغانانو ګټې په کې خوندي وي
د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ ویاند صدیق صدیقي وایي، افغان حکومت په هېواد کې د یوې داسي سولي غوښتونکی دی چې په کې د افغانستان د ټولو وګړو ګټې خوندي وي.

د ولسمشر ویاند په داسي حال کې دغسې څرګندونې کوي چې، د راتلونکې اونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو د قطر او جرمني هېوادو له لوري په ګډه د سولې د بین الافغاني خبرو تر نوم لاندې غونډه جوړیدونکې ده، خو سره له دې چې دغې ناستې ته ډېرې کمې ورځې پاتي دي، د افغان حکومت له لوري د استازو او یا  افغان سیاستوالو نوملړ نه دی خپور شوی، چې ښایي په یاده غونډه کې ګډون وکړي.
په ورته وخت کې د ارګ ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې د حکومت له ادرسه دغې غونډې ته څوک نه استول کیږي.
ده وویل، حکومت د افغان سولې په تړاو د دغسې غونډو له جوړیدو سره مخالفت نه لري، خو افغان ولسمشر دې غونډې ته پوره هېله مند نه دی، د افغانستان حکومت په هېواد کې د داسي یوې سولې غوښتونکی دی چې په کې د ټولو افغانانو ګټې وساتل شي.
بل خوا د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چار وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې دغې جوړیدونکې غونډې ته خوشبیني ښوولې او دغه غونډه یې د افغانستان سولې پروسې لپاره ګټوره غونډه بللې ده.
 
https://avapress.com/vdcb5zb88rhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته