دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 187727
کندهار کې د ۳۰ میګاواټه لمریزې تولیدي برښنا دوه پروژې پرانیستل شوي
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس محمد اشرف غني، کندهار ولایت کې د ۳۰ میګاواټه لمریزې تولیدي برښنا دوه پروژې، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پټۍ په پرې کولو سره پرانیستې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارلي.

د عامه او خصوصي مشارکت له خوا د کندهار د ۳۰ میګاواټو په ظرفیت د لمریزې برښنا د یادو پروژو چارې د ۱۵ میګاواټه یې د زولرستان شرکت او د ۱۵ میګاواټه بله پروژه د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له خوا ترسره شويدي.
د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ۱۵ میګاواټو په ظرفیت د لمریزې برښنا د یوې پروژې د جوړیدو چارې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د جنورۍ په ۱۵ د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له خوا د تړون سره سم پیل شوې وي چې د روان کال د روژې د مبارکې میاشتي په لومړۍ ورځ د ټیسټ په شکل او نن عملاً د جلالتمآب محمد اشرف غني له خوا پرانیستل شوه.
 د چارو له بشپړیدو وروسته نن عملاٌ یاده پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او برښنا یې د کندهار د برښنا شبکې سره ونښلول شوه.
دغه راز د زولرستان شرکت  له خوا د ۱۵ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې د جوړیدو چارې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د جون ۱۵ د تړون سره سم د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پیل شوې وي، اوس ددې پروژې د ټیسټ او کمیشننګ چارې رواني دي او په راتلونکو څو ورځو کې به یې برښنا د کندهار د برښنا شبکه کې داخله شي هم عملاً پرانیستل شوه.   
په پورته دواړو پروژو باندې په تولیزه توګه ۳۹ میلیون ډالره لګښت راغلی چې ۱۴ میلیونه یې په سب سایډي توګه د افغانستان حکومت او ۲۵ میلیونه یې د پورته ذکر شویو پانګوونکو شرکتونو له خوا د عامه او خصوصي مشارکت په توګه لګول شوې دي.
د یادولو وړ ده چې د تولیدي لمریزې برښنا، یادې دستګاوې د برښنا د ریزرف کومه سرچینه نه لري، یوازې د ورځې په لړ کې برښنا تولیدوي او د شپې له خوا به د برښنا تولید نه لري، چې صنعتي فابریکو، سوداګرویزو ځایونو او رهایشي کورنو ته به برښنا ورکوي.
دغه راز د کندهار له میوند ولسوالۍ څخه د لښکرګاه تر دوراهي پورې د ۳۱ کیلو مترو په اوږدوالي د برښنا غځول شوي مزي او د کندهار په پشمول او میوند ولسوالۍ کې دوه سب ستیشنونه چې د امریکا د متحده ایالاتونو د اردو د انجنیري ټیم په مالي مرسته جوړ شوې دي هم پرانیستل شول.
د یادو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې د کابینې ځینو وزیرانو، د ملي شورا یو شمیر غړو او د کندهار ولایت د ولایتي شورا غړو، د افغانستان برښنا شرکت عملیاتي رئیس، سپین ږېرو او قومي مشرانو او د افغانستان برښنا شرکت یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.
 
https://avapress.com/vdchiqnzq23n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته