دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 187730
د ملي تدارکاتو کمېسیون فوق العاده غونډه کې د ټاکنو لپاره د بایومتریک تر ۱۷ زرو زیاتې دستګاوې منظور شوې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون لپاره د بایومتریک دستګاو د برابرولو او تدارک په اړه فوق العاده غونډه، پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اړتیا وړ  د ۱۷۸۶۵ بایومتریک دستګاوو او  سافټ‏ویرونو د برابرولو غوښتنه وارزول شوه چې له غور او بحث وروسته له اړوند توکو (پرنټر، پاوربانک، د چاپ کاغذ) سره د بایومتریک دستګاوو د پېرلو موضوع د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غوښتنې مطابق د واحدې وړاندې شوې بیې پر بنسټ د ۱۴،۱۴ میلیون څخه د زیاتو یورو په ارزښت، ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.
په همدې ترتیب په غونډه کې د مدني بنسټونو په استازیتوب د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اړتیاو د تطبیق د روش پر څرنګوالي او په دې پروسه کې د شفافیت په اړه خپل نظریات شریک کړل.
ملي تدارکاتو کمېسیون  د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د نظریاتو له اورېدو وروسته ټینګار وکړ چې د ټاکنیزو پروسو د شفافیت او سلامتیا څارنه د ټولو هیوادوالو په ځانګړي ډول د مدني ټولنې مسوولیت دی، ترڅو د دغه قرارداد د سالم تطبیق او یا په پروسو کې د شفافیت په اړه هراړخیزه څارنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د ټاکنو د ترسره کولو لپاره نږدې ۳۹ زره بایومتریک دستګاو ته اړتیا لري چې له دې ډلې ۲۰ زره بایومتریک دستګاوې لا له وړاندې دغه کمېسیون ته په پارلماني ټاکنو کې برابرې او په واک کې ورکړل شوي دي. د دغه کمېسیون د غوښتنې او اړتیا پر بنسټ تر ۱۷ زرو زیاتې نورې د بایومتریک دستګاوې هم پېرل کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfzb8grhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته